د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د مالياتي دوسيو د دقيقې بررسۍ پر بنسټ د ملي عوايدو د لوړولو په موخه د “محاسبه، بررسۍ، مالياتي عوايد او د چارو ارزونه” تر سرليک لاندې لس ورځنی روزنيز پروگرام د لومړي ځل له پاره د روان ۱۳۹۹ لمريز کال د وږي مياشتې پر نههويشتمې نېټې د مرکز او ولايتونو د بررسانو د وړتياؤ د لوړاوي په موخه د ماليې وزارت د گمرکونو او مالياتو آکاډمۍ کې جوړ شو.