د درمل پلورونکيو ټولنې له غړيو سره د عوايدو لوی رياست غونډه
12 سنبله 1399
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د افغانستان د درمل پلورونکيو ټولنې له غړيو سره د مخکېنۍ غونډې د ژمنې پر بنسټ يو ځل بيا د دغې ټولنې له غړيو سره د ۱۳۹۹ لمريز کال د وږي مياشتې پر يوولسمه د سهشنبې پر ورځ د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه وکړه.
په دې غونډې کې د درمل جوړوونکيو شرکتونو د بررسۍ تر څنگ د مالياتي قوانينو او لارښودونو له مخه د خالصو عوايدو د سنجش او پر خپل وخت د ماليو د ورکړې او د مالياتي اظهارليکونو د ډکولو په اړه معلومات وړاندې شول.
د غونډې په پای کې د درمل پلورونکيو ټولنې د غړيو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ورکړل شول او يو ځل بيا پر دې پرېکړه وشوه چې دوی ته به د مالياتي قوانينو، لارښودونو او اظهارليکونو په برخو کې هراړخيز معلومات وړاندې کوي.