• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس پیغام

     

     

     

    12 میزان 1404

    د عوایدو لوی ریاست د ملي سرچینو د اغېزمني کاروني او د پیاوړي او باثباته اقتصادي ودې د تأمین له لاري د افغانستان د ۲۰۲۵ زېږدیز کال ملي لید د تحقق له پاره، د اعليحضرت امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخندزاده (حفظه‌الله) تر رهبرۍ لاندي، په بشپړ ډول خپل رول او مسؤلیت ادا کوي.
    نور

    الحاج مولوي سفر محمد سحر

    تازه خبرونهنور دلته

    14 سرطان 1405
    د بغلان ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

    د چنګاښ ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.لد عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مفتي کفایت الله حقاني د بغلان مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی، چې د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال له لوري لومړی د بغلان ولایت په مقام کې د یاد ولایت والي او وروسته د بغلان د مستوفیت په مقام کې اداري کارکوونکو ته ور معرفي شو.د عوایدو عمومي ریاست عملیاتي مرستیال اسد الله ساجد خبیب، د بغلان مستوفيت کارکوونکو ته د نوي مستوفي د معرفت پر مهال د چارو د پراختیا او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي له مخکیني مستوفي سره د مستوفیت د کارکوونکو د همکاریو ستاینه وکړه او له نوي مستوفي سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.په معرفت غونډه کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، له مستوفیت سره د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ د ډاډ ترڅنګ نوي مستوفي ته په چارو کې د بریا دعا وکړه.د یادونې وړ ده، چې مفتي کفایت الله حقاني تر دې وړاندې د هرات ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.

    14 سرطان 1405
    د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت اوومه ناسته وشوه

    د چنګاښ ۱۳مه، ۱۴۰۵ هـ.لد مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د روان (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبري هیئت اوومه ناسته د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د دې ریاست د تخنیکي مرستیال، مشاورینو، اړوندو رئیسانو او نورو مسئولینو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.په پیل کې د عوایدو لوی رئیس مسئولینو ته وویل، چې مالیه ورکوونکو او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه د خپلو ما تحت همکارانو چلند او کړنې وڅارئ او له مراجعینو سره یې نرمۍ او ښه چلند ته وهڅوئ.په ناسته کې د رهبرۍ د تېرې ناستې پر مهال مؤظفو هیئتانو ته د سپارل شویو مسئولیتونو د تحقق په موخه د ترسره شویو کړنو راپورونه واورېدل شول. ورپسې د عوایدو د پلان او نظارت ریاست له لوري د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور سربېره د مهمو کړنو د ارزونې (KPI) په اړه د مؤظف هیئت راپور وړاندي شو.همداراز د مالیه ورکوونکو د مالیاتي مرکز د لېږد، د مخابراتي شرکتونو له لاري د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه د پیغامونو شریکول، د لغویي بنسټونو تشخیص پر موضوعاتو تر هر اړخیز بحث وروسته د موجوده ستونزو د حل په موخه لازمې پرېکړې وشوې.د یادونې وړ ده، چې د عوایدو لوی ریاست رهبري د یاد ریاست ستونزو او کاري خنډونو د حل او مراجعینو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه منظمې ناستې کوي.

    14 سرطان 1405
    د عوایدو لوی رياست د مستوفیتونو لپاره نوی مرستیال معرفي شو

    د چنګاښ ۱۴مه، ۱۴۰۵ هـ.لد مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، له لوري مولوي الهام الدین عمر د عوایدو لوی رياست د مستوفیتونو د نوي مرستیال په توګه د دغه ریاست مرستیالانو، رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ته د ياد ریاست په مقام کې معرفي شو. وروسته ښاغلی عمر د یوې انلاین ناستې له لارې مستوفيانو او د مستوفیتونو کارکوونکو ته هم ور وپېژندل شو.د عوایدو لوی رئیس د معرفت غونډې پرمهال وویل، چې مسئولیت صلاحیت نه، بلکي د خدمت موقع ده او مسئولین دي خپلې چارې په پاک نیت او اخلاص سره ترسره کړي. نوموړي همدارنګه وویل، چې تغییر او تبدیل د اداري چارو او فعالیتونو د پرمختګ په موخه ترسره کېږي. د عوایدو عمومي رئیس اداري کارکوونکو ته له نوي مرستیال سره د همکارۍ او همغږۍ د سپارښتنو سربېره نوموړي ته په اداري چارو کي د پرمختګ او بریا دعا وکړه.د یادونې وړ ده، چي مولوي الهام الدین عمر تر دې وړاندې د محلي بودیجوي ادارو د تفتیش رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

    خدمتونه

    برېښنايي خدمتونه

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست او په ځانگړي ډول مالیه ورکوونکيو ته د خدمتونو وړاندې کولو اړوندې څانگې مسؤليت لري چې د عوایدو له لارې عامه بنسټونه او خدمتونه تمويل کړي.د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د خدمتونو او عامه بنسټونو په تمويل سره د معياري فزيکي بنسټونو کمښت، په ټيټو معيارونو عامه خدمتونو ته د لاسرسي د کمښت، د پرمختيايي پروژو د کموالي، د خدمتونو په وړاندې کولو او د عامه بنسټونو په برخو کې د دولتي ادارو د ظرفیتونو د ټيټوالي او پر بهرنيو مرستو باندې د تکيې ستونزو ته د حل لارې ومومي.

    د اړیکتیایي خدمتونو مرکز

    اوس ۱۰۰۰ اړیکشمېره تاسې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره نښلوي او ستاسې ټولو مالیاتي پوښتنو، شکايتونو او ستونزو ته ځواب وایي. د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت پر خپل وخت د سوداگرو، شرکتونو او گرانو ماليه ورکوونکيو د شکايتونو د اورېدلو او د اسانتياؤ د رامينځته کولو په موخه د عوايدو لوی رياست د شکايتونو د اورېدلو پر (۱۰۰۰) شمېرې سربېره (۰۷۴۵۰۲۲۰۲۲) شمېره د عوايدو او (۰۷۴۵۰۳۳۰۳۳) شمېره د گمرکونو برخې د شکايتونو د اورېدلو او ثبت لپاره فعالې کړې دي. 

    د ۱۳۹۸ مالي کال د عوايدو راپورونه

    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عوایدو د پالیسیو د مدیریت، تحلیل او ارزونې، ادارو ته د تخنیکي اسانتیاؤ د چمتو کولو، د مرحلو د پر مخ وړل کېدونکيو چارو د اسانولو، د عامه او خصوصي مشارکت پراخولو او نورو دندو د ترسره کولو په موخه د مالیې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي.

    وروستۍ خبرتياوېنورې خبرتياوې

    کاري فرصتونهنورې فرصتونه

    د انځورونو گالري

    د ټولو کتنه

    د ویډیو گالري

    د ټولو کتنه