• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عربي هېوادونو د مالياتي ادارو له استازو سره د عوايدو لوی رئيس ويډيويي کنفرانس

    75251_o.jpg

    2 سرطان 1399


    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د قرنطين پر مهال او د قرنطين تر پای ته رسېدو وروسته د ماليه ورکوونکيو د غاړې اېښودلو د کچې د لوړوالي، د عوايدو د ښه راغونډولو لپاره د تخنيکي همکاريو د پياوړتيا او د مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ۱۳۹۹ لمريز کال د چنگاښ پر دويمه د دوشنبې پر ورځ د يوه ويډيويي کنفرانس په ترڅ کې د عراق، مصر، اردن، لبنان، سوډان او ليبيا د مالياتي ادارو له استازو سره د پيسو نړيوال صندق په همکارۍ خبرې اترې او بحث وکړ.
    د کنفرانس په پيل کې د عوايدو لوی رئيس د کورونا وايروس د خپرېدو د پيل راهيسې د عوايدو لوی رياست د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او مالياتي ادارو ته يې د برياؤ، ننگونو (چېلنجونو) او د کورونا وايروس د خپرېدو له امله د رامينځته شويو تاثيراتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
    ډاکټر بهيج د سيمې هېوادونو د تخنيکي همکاريو پر تداوم باندې په ټينگار کولو سره زياته کړه: “د عوايدو لوی رياست د کورونا وايروس د خپرېدو له پيله د قرنطين په ورځو کې
    د مالياتي ادارو د کارکوونکيو او مراجعينو د سلامتۍ د ساتلو، د خلکو تر مينځ د باور جوړولو، د عوايدو په ښه ډول راټولولو، د نويو مالياتي سرچينو د پېژندلو، د غاړې اېښودلو د کچې د لوړولو، د مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو او له اداري فساد سره د مبارزې لپاره اړين گامونه اخيستي دي.”
    د فوق الذکر هېوادونو د مالياتي ادارو استازيو د عوايدو لوی رياست سره د خپلو تجربو د شريکولو تر څنگ او مالياتي ادارو ته د کورونا وايروس له امله د راپيدا شويو اغېزو په پام کې نيولو سره تر ناورين وروسته د عملي پلانونو د ترتيب او تنظيم او د قرنطين پر مهال او تر هغه وروسته د عملي لارو چارو پر څرنگوالي هراړخيزې خبرې وکړې.