د عوايدو لوی رئيس د افغانستان د ښوونيزو مرکزونو ټولنې له غړيو سره وليدل
24 سنبله 1399
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د ۱۳۹۹ لمريز د وږي مياشتې پر څلرويشتمه (د دوشنبې پر ورځ) د افغانستان د ښوونيزو مرکزونو ټولنې له غړيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې وليدل.
په دغې ليدنې کې د مالياتي جريمو، د مالياتو د سنجش، د مالياتي ورکړې او د اسنادو د پرمخ وړلو په اړه هراړخيز بحثونه ترسره شول.
په پای کې د ښوونيزو مرکزونو د ټولنې د غړيو اندېښنو او پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او له هغوی سره د هراړخيزې همکارۍ ژمنه وشوه چې د مالياتي قوانينو، لارښودونو او اظهارليکونو د وړاندې کولو په برخه کې به معلومات ورکول کېږي.