د ځمکنی ترانسپورت د مالیاتی معافیت پای ته رسیدولو د وخت کموالي
10 جوزا 1399
د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د مالياتي وجيبو د ترسره کولو لپاره د هغوی د هڅونې او د ملي عوايدو د ښې راټولونې په موخه د زمکني ټرانسپورټ مالياتي معافيت رامينځته کړی چې لاندېنۍ پرېکړې رانغاړي:
۱- د تېرو کلونو د موټرونو (عرادهجاتو) د ماليو د نه ورکړې له امله راپيدا شوي د اضافي ماليو باقيات د ۱۳۹۷ مالي کال تر پايه معاف دي.
۲- له تېرو کلونو رانيولې تر ۱۳۹۷ مالي کال پورې اصلي ناورکړل شوې ماليه (۵۰٪) معافېږي.
۳- د ۱۳۹۸ مالي کال د ماليې په ورکولو سره د تېرو کلونو د باقياتو ورکړه د درېيو کلونو په قسطونو کې منظورېږي. د موټرونو څښتنان مکلف دي چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د لومړي قسط په توگه د (۲۰٪) په ورکولو د هر کال له ماليې سره د تېرو کلونو د باقياتو يو قسط هم تاديه کړي.
۴- د موټرونو څښتنان مکلف دي چې خپل جواز سيرونه تر ۱۳۹۸ مالي کال پورې تمديد کړي چې له دې معافيت څخه مستفيد شي.
۵- د موټرونو څښتنان هغه وخت له دې معافيت څخه برخمنېدلی شي چې د معافيت د منظورۍ له نېټې څخه د شپږو مياشتو په اوږدو کې مالياتي ادارې ته رجوع وکړي.
۶-د موټرونو د څښتنانو د سرغړونې او په توافقاتي زماني مقطع کې د اصلي ماليې يا د منظور شوي قسط د کچې د نه ورکړې پر مهال په قسطونو سره د ماليې د ورکړې حکم ملغی او سرغړوونکي څښتنان د ټولو باقياتو پر ورکړې مکلف دي.
یاد معافیت د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۲۷ نیټّ پای ته رسیږی، نو د ټولو موټرونو له مالکانو هیله کیږی چی ږر تر ږره دی له دغه فرصت نه ګټه واخلی او خپل مالیاتی باقیات تصفیه کړی