• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په دولتي ادارو کې د کارکوونکيو د تنخواؤ د موضوعي ماليې د ماډيول تطبيق

    20 اسد 1399
    ۲۰ زمری ۱۳۹۹ لمريز
    د دولتي کارکوونکيو پر تنخوا د موضوعي ماليې د ماډيول د تطبيق په اړه غونډه د ماليې وزارت په خيبر تالار کې د وزارتونو او د خپلواکو ادارو د مالي رئيسانو په برخې اخيستلو سره ترسره شوه.
    په پيل کې د منځنيو ماليه ورکوونکيو رئيس حبيب الله امين اندړ په ادارو کې د دغه ماډيول د تطبيق د اړتيا او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
    هغه په خپلو خبرو کې وويل چې د دغه ماډيول په تطبيق سره پر تنخوا د موضوعي ماليې د گزارش ورکولو په برخې کې مناسب چاپېريال رامينځته کولی شي او د ماليې د دقيقې سنجونې، د دولتي کارکوونکيو د دقيقې احصائيې، د خيالي کارکوونکيو د له مينځه وړلو او د ماليه ورکولو د پېژندنې گڼې پر بنسټ د هر کارکوونکي د ماليې د ورکولو د ريکارډ د خوندي کېدا لامل کېږي.
    په غونډې کې له دغه ماډيول او e-Tax Form څخه د گټې اخيستنې په اړه تخنيکي پرېزېنټېشن هم وړاندې شو؛ د نظرونو تر تبادلې او هراړخيز بحث وروسته پر دې پرېکړه وشوه چې د وزارتونو او خپلواکو ادارو مالي او حسابي رياستونه دې خپل يو يو صلاحيت لرونکی استازی د کارن (يوزر) د تر لاسه کولو او د رزونې او زده‌کړې لپاره معرفي کړي چې د دولتي کارکوونکيو پر تنخوا د موضوعي ماليې ماډيول په بري سره تطبيق او عملي شي.
    ناويلې دې پاتې نه وي چې په دې وروستيو کې د دغې ادارې د کاري بهيرونو د مخته وړلو لپاره زيات برېښنايي سيسټمونه تطبيق شوي چې د کاري بهير د چټکتيا تر څنگ د چارو د ښه‌والي، روڼتيا او روښانتيا لامل گرځېدلي دي.