د امريکا سفارت سره د عوايدو لوی رئيس ويډيويي کنفرانس
4 سرطان 1399
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د تخنيکي او مسلکي همکاريو د راجلبولو او د ماليه ورکوونکيو لپاره د اسانتياؤ د رامينځته کولو او د مسلکي خدمتونو د وړاندې په لړ د ۱۳۹۹ لمريز کال د چنگاښ مياشتې پر څلورمه د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د امريکا سفارت سره خبرې اترې او بحث وکړ.
د دغو خبرو اترو اصلي محور په افغانستان کې د کوچنيو کاروبارونو د عوايدو ټيټوالی او پر ملي عوايدو يې اغېزې، د افغانستان لپاره ټاکلي عوايدي اهداف او پر مالي مرستو باندې د هغو د بياکتنې څرنگوالی او اغېزې ؤ. همدا راز د کورونا وايروس تر ناورين وروسته له خصوصي سکټور سره د همکارۍ لپاره د افغان حکومت سياست او اقدامات، د هغوی د ماليو د ورکړې بياکتنه، د کوچنيو او منځنيو کاروبارونو لپاره د ملاتړو کڅوړو وړاندې کول او د مالياتي قوانينو او اړوندو لايحو د کتنې لپاره راتلونکي پلانونه هغه ټکي وو چې په دې ويډيويي کنفرانس کې ورباندې بحث وشو.
په دې ويډيويي کنفرانس کې د ماليې وزارت له لوري د عوايدو لوی رئيس تر څنگ د لوی اقتصاد او مالي پاليسۍ لوی رياست سرپرست ښاغلی عبدالرحمان رحيمي، د اقتصادي پاليسۍ د تحليل رئيسه آغلې عندليب مشتري، د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلی فيصل منگل او د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيسه آغلې ناهيد ناجي او په کابل کې د امريکا سفارت له لوري په افغانستان کې د امريکا سفارت د ماموريت مرستيال، د اقتصادي کونسلۍ مرستيال او د ECON برخې استازو گډون کړی ؤ.