د گمرکونو او عوايدو معينيت او (MEC) کمېټې تر مينځ غونډه وکړه
25 سرطان 1399
د گمرکونو او عوايدو معينيت او (MEC) کمېټې تر مينځ د دغې کمېټې د وروستي گزارش د سپارښتنو په اړه گډه غونډه وکړه.
د عوايدو لوی رئيس ډاکټر ميرويس بهيج د MEC کمېټې د چارو د قدردانۍ تر څنگ د دغې کمېټې د سپارښتنو د عملي کولو لپاره د گمرکونو او عوايدو معينيت د چمتووالي او همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل: “د گمرکونو او عوايدو معينيت د مسلکي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د اداري په وړاندې مبارزه يې له لومړيتوبونو څخه گڼل کېږي او د مېک کمېټې گزارشونو د دې لامل گرځي چې له بېلابېلو زاويو څخه ورته پاملرنه وشي.”
په پای کې پر دې پرېکړه وشوه چې دغه کمېټه به د عوايدو لوی رياست او د گمرکونو لوی رياست سره په بېلو بېلو غونډو کې د دغې کمېټې د سپارښتنو د تطبيق لپاره پر عملي پلان بحث او ناستې ترسره کوي.