• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    الحاج مولوي سفر محمد سحر

    د عوایدو لوی ریاست د ملي سرچینو د اغېزمني کاروني او د پیاوړي او باثباته اقتصادي ودې د تأمین له لاري د افغانستان د ۲۰۲۵ زېږدیز کال ملي لید د تحقق له پاره، د اعليحضرت امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخندزاده (حفظه‌الله) تر رهبرۍ لاندي، په بشپړ ډول خپل رول او مسؤلیت ادا کوي.
    موږ ژمن یو، چي د اسلامي امارت مالي سیاستونه په اغېزمن ډول پلي کړو، د امارت عواید زیات کړو او د راتلونکو نسلونو له پاره د اقتصادي تنوع بنسټ پیاوړي کړو. د ښې حکومتولۍ، روڼتیا او بین‌الاداري همکارۍ له لاري د عوایدو لوی ریاست په دوامداره توګه هڅه کوي تر څو د ادارې چاري لا ښه او موثري سي.
    د خلګو او مالیه ‌ورکوونکو د باور ساتل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. له همدې امله به موږ د پوهاوي د لوړولو په موخه ټول اړین معلومات او شفاف جزئیات له خپلو مالیه ‌ورکوونکو سره شریکوو. له هغوی سره مرسته، د مالیاتي غاړه‌ ایښودني دودول او څارنه، او د حاکمیت او روڼتیا اصولو ته ژمنتیا زموږ د ستراتیژیکو هدفونو اساسي برخه جوړوي.
    د مشکوکو معاملو او مالي فساد سره مبارزه یوازي د یوې ادارې دنده نه ده؛ دا یو ګډ مسؤلیت دئ. د عوایدو لوی ریاست باور لري، چي د ټولني د ټولو اړوندو بنسټونو همکاري کولای سي د دولت اقتصاد ته ریښتیني قوت ورکړي.
    موږ ځان ژمن بولو، چي د نړېوالو معیارونو او عصري میتودونو پر بنسټ د مالیاتي خدمتونو وړاندي کول نور هم پیاوړي کړو. د هیواد د سوداګریزو شرکتونو د پانګوني د شفافیت د څار له پاره به دقیق معلوماتي بانک جوړ کړو او په دې توګه به د اقتصادي امنیت او پراختیا ملاتړ وکړو.
    د خپلو صلاحیتونو د پراختیا او ملي رول د لا بریا له پاره، موږ هڅه کوو، چي د افغانستان د اقتصاد تړاو پر بهرنیو سرچینو کم او پر ملي عوایدو زیات سي. موږ په خپل ټول توان سره کار کوو څو د راتلونکو نسلونو له پاره یو باثباته او هراړخیز اقتصادي راتلونکی برابر کړو، ان‌شاءالله.
    موږ پر ټولو مالیه ‌ورکوونکو غږ کوو: ستاسي ورکړې مالیه یوازي د بیت‌المال برخه نه ده، بلکي د هیواد د پراختیا، د ولس د هوسایني او د ټولني د سوکالۍ له پاره لګول کېږي. ستاسي په خپله خوښه او صادقانه مالیه‌ ورکونه د افغانستان د روښانه راتلونکي بنسټ دئ.
    یادونه: له اسلامي امارت د واکمنۍ را پدې خوا هیڅ ډول بهرني مرستي نه ‌دي ترلاسه سوي، او د ملي بودیجې ټول لګښتونه په بشپړه توګه د ملي عوایدو څخه تمویلیږي.