• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د محاسبې، بررسۍ، مالياتي عوايدو او د چارو د ارزونې روزنيز پروگرام پرانستل شو

    119888316_2278170355662737_5018835208010896132_o.jpg

    29 سنبله 1399
    د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د مالياتي دوسيو د دقيقې بررسۍ پر بنسټ د ملي عوايدو د لوړولو په موخه د “محاسبه، بررسۍ، مالياتي عوايد او د چارو ارزونه” تر سرليک لاندې لس ورځنی روزنيز پروگرام د لومړي ځل له پاره د روان ۱۳۹۹ لمريز کال د وږي مياشتې پر نهه‌ويشتمې نېټې د مرکز او ولايتونو د بررسانو د وړتياؤ د لوړاوي په موخه د ماليې وزارت د گمرکونو او مالياتو آکاډمۍ کې جوړ شو.
    په پيل کې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج پروگرام پرانست او په خپلو خبرو کې يې د دغه پروگرام موخه ماليه ورکوونکيو ته د مسلکي خدمتونو په وړاندې کولو سره په سم ډول او پر خپل وخت د عوايدو راټولول وښيله او زياته يې کړه: “مسلکي وړتياوې د اداري فساد مخه نيولی شي او د ماليه ورکوونکيو د غاړې اېښودلو او د ملي عوايدو د لوړوالي لامل گرځي.”
    ورپسې د گمرکونو لوی رئيس ښاغلي خليل الله صالح‌زاده د دا ډول روزنيزو پروگرامونو جوړول د کارکوونکيو د پوهې او مهارتونو د کچې د لوړوالي او له مراجعينو سره د مسلکي چلند د پياوړتيا له پاره ارزښتمن وبلل او د ماليې وزارت د بشري سرچينو رئيس ښاغلي محمد غلام ملاخېل هم د کارکوونکيو د وړتيا پر لوړاوي ټينگار وکړ او زياته کړه: “د ماليې وزارت د بشري سرچينو رياست د کارکوونکيو د وړتياؤ لوړوالي ته جدي پاملرنه کوي او د دې ډول پروگرامونو د جوړولو هرکلی کوي.”
    په پای کې د عوايدو لوی رياست د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس ښاغلي محمد انيس پناه د دغه پروگرام د جوړولو په اړه خوښي څرگنده کړه او د بررسانو د مسلکي پوهې د لوړوالي په برخې کې يو ارزښتمن گام وباله او د پاتې نورو ولايتونو له پاره به د مالي کال تر پايه جوړوي.