د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه د پېژندنې گڼې د مرکزي آمريت پېژندنهد پېژندنې گڼې مرکزي آمريت پر ۱۳۸۳ لمريز کال د عوايدو لوی رياست په اډانې کې پر عايداتو باندې د مالياتو قانون د (۸۶) مادې پر بنسټ د هغو حقيقي او حکمي اشخاصو لپاره چې د مالياتي قوانينو له مخه د ماليې تابع گرځي، د پېژندنې گڼې د وېش په موخه رامينځته شوی دی او له هماغه لومړي وخت راهيسې تر دې دمه ماليه ورکوونکيو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو بوخت دي؛ د دې تر څنگ د پېژندنې گڼې له مديريتونو سره چې په ولايتونو (مستوفيتونو) کې فعال دي، هم نږدې همکاري کوي.د پېژندنې گڼې د خدمتونو وړاندې کول د گمرکونو او عوايدو معينيت کې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې مرکزي آمريت، په پلازمېنې کابل کې د مالياتي حوزو او په ولايتونو (مستوفيتونو) کې د پېژندنې گڼې د مديريتونو له لوري د مالياتي چارو د ادارې قانون د (۲۸، ۲۹، ۳۰، ۴۲) مادو په پام کې نيولو سره ترسره کېږي.د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) پېژندنه د پېژندنې گڼه هغه لس گڼيزه پرلپسې واحده گڼه ده چې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې په موخه صادره او د استفادې وړ گرځي. پر عايداتو باندې د مالياتو قانون د (۸۶) مادې پر بنسټ هغه انفرادي اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې د دغه قانون يا د گمرکونو قانون د حکمونو له مخه د ماليې يا د گمرکي محصول پر ورکولو مکلف دي او هغه غيرانتفاعي ټولنيز سازمانونه او مرستندويې مؤسسې چې د خپلو اړوندو کارکوونکيو له تنخوا يا مزد څخه ماليې وضع کوي او يا هغه اشخاص چې په بانکونو يا نورو مالي مؤسسو کې اکاونټ ولري او يا يې پرانېځي، بايد د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه تر لاسه کړي. هغه کارکوونکي چې عوايد يې د مالياتي قوانينو د حکمونو له مخه د ماليې د وضع کېدو تابع گرځي، هم تر دغه حکم لاندې راځي. د پېژندنې گڼه د مالياتو له ملاتړو (حمايوي) اسنادو څخه شمېرل کېږي چې د سازمان د لغو کولو، د احصائيې د تغيير، د مالکينو د تغيير، د سازمان د نامه د بدلولو او… لپاره کارول کېږي. د پېژندنې گڼه ماليه ورکوونکی اړ کوي چې خپله د پېژندنې گڼه په مالياتي اظهارليک، اطلاعيې، مکتوبونو او د ماليه ورکوونکي په نورو اړوندو سندونو کې د مالياتي قوانينو او د گمرکونو قانون له مخه وليکي. د پېژندنې گڼه په مالياتي ادارې کې د ماليه ورکوونکي د لا ښې پېژندنې لکه د ماليې د ډول او د ماليې د ورکړې، د دقيقې پتې، له ماليه ورکوونکي سره د اړيکې، احصائيې او د فعاليت د ډول د معلومولو لپاره کارول کېږي. د پېژندنې گڼه د ټولو دولتي او خصوصي کارکوونکيو لپاره اړينه ده او په دې اړه اړوندې ادارې مکلفې دي چې د خپلو کارکوونکيو لپاره د پېژندنې گڼه واخلي.د پېژندنې گڼې د نه غوښتنې اضافي ماليهد مالياتي چارو د ادارې قانون د (۴۲) مادې پر بنسټ، هغه اشخاص چې د مالياتي قوانينو د حکمونو له مخه د پېژندنې گڼې پر تر لاسه کولو مکلف دي، مگر له کوم مؤجه دليل پرته يې د تر لاسه کولو لپاره غوښتنه کړې نه وي، حقيقي شخص د پېنځو زرو (۵۰۰۰) افغانيو او حکمي شخص د شلو زرو (۲۰۰۰۰) افغانيو د اضافي ماليې پر ورکړې مکلف دي؛ که د اړتيا پر مهال شخص د پېژندنې گڼې د تر لاسه کولو لپاره رجوع وکړي، داوطلبانه گام نه گڼل کېږي.د (TIN) د خدمتونو وړاندې کوونکي مرکزونههغو ښاغليو انفرادي ماليه ورکوونکيو ته چې تر دې دمه د پېژندنې گڼه (TIN) تر لاسه کړې نه وي، خبر ورکول کېږي چې لاندېنيو مالياتي حوزو ته په ورتللو سره د پېژندنې گڼه تر لاسه کړي.١- د پامير سينما په ودانۍ کې لومړۍ مالياتي حوزه٢- د غنيزاده پلازا تر څنگ دويمه مالياتي حوزه٣- د ښاروالۍ درېيمې ناحيې کې درېيمه مالياتي حوزه٤- د ښاروالۍ څلورمې ناحيې کې څلورمه مالياتي حوزه٥- د ښاروالۍ پېنځمې ناحيې کې پېنځمه مالياتي حوزه٦- د ښاروالۍ شپږمې ناحيې کې شپږمه مالياتي حوزه٧- پر دارالامان سړک باندې اوومه مالياتي حوزه٨- د کارته نو دويم سړک کې اتمه مالياتي حوزه٩- د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست کې نهمه مالياتي حوزه١٠- د نسوارو پايکوب سړک باندې لسمه مالياتي حوزه١١- د ښاروالۍ يوولسمې ناحيې کې يوولسمه مالياتي حوزه١٣- د ښاروالۍ ديارلسمې ناحيې کې ديارلسمه مالياتي حوزه١٤- د ښاروالۍ څوارلسمې ناحيې کې څوارلسمه مالياتي حوزه١٥- د خواجه بغرا په درېلاري کې پېنځلسمه مالياتي حوزه١٦- د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست کې شپاړلسمه مالياتي حوزه١٧- د صکوکو مطبعې ودانۍ (سرای شمالي) کې اوولسمه مالياتي حوزهپر دې سربېره شرکتونه (حکمي اشخاص) د (TIN) د تر لاسه کولو لپاره د مرکزي ثبت او د فکري ملکيتونو لوی رياست کې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) وېشونکي دفتر ته مراجعه کولی شي او همدا راز د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) د وېش د مرکزي دفتر ور هم د مراجعينو پر مخ پرانېستی دی.د انفرادي ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې غوښتنليک له دغه ځايه ښکته کولی شئ.