د افغانستان اسلامي جمهوريت او د عربي متحده اماراتو تر مينځ د مضاعف مالياتو د ورکړې د مخنيوي د هوکړه ليک د نهايي کولو د دويم پړاو مذاکره چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرگولي مياشتې پر يوولسمې نېټې پيل شوې وه، نن د غبرگولي مياشتې پر ديارلسمې نېټې د پنجشنبې پر ورځ پای ته ورسېده او دواړه لوري تر درې ورځنۍ مذاکرې وروسته د مضاعف مالياتو د ورکړې د مخنيوي د څرنگوالي په اړه سره هوکړې ته ورسېدل.