• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ارزښت پر زیاتوالی مالیې په تطبیق سره د لومړنیو خوراکي توکیو او د ځینو جنسونو او خدمتونو عرضه دصفر نورم لاندې راځي

    vat.jpg

    2 جوزا 1400
    د ارزښت پر زياتوالي ماليې په تطبيق سره چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پيل کې تطبيقېږي، د لومړنيو خوراکي توکيو او د ځينو جنسونو او خدمتونو عرضه د صفر نورم لاندې راخي. د دغې ماليې د پوهاوي له پاره د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرگولي مياشتې پر دويمې نېټې (د يکشنبې پر ورځ) د عامه پوهاوي پروگرام د خانه نور لوړو زده کړو مؤسسې- کابل په کوربه‌توب په کابل کې جوړ او ترسره شو.
    په دغه پروگرام کې د خانه نور د تعليمي او تحصيلي شبکې مسؤلينو، استادانو او محصلانو په حضوري ډول او د بلخ ولايت د نخبگان د لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلينو په آنلاين بڼه برخه واخيسته. پروگرام د پرېزېنټېشن په وړاندې کولو سره پيل او د برخوالو پوښتنو ته په ځوابونو ورکولو سره پای ته ورسېد.
    د يادونې وړ ده چې په پای کې د خانه نور تعليمي او تحصيلي شبکې له لوري د ارزښت پر زياتوالي ماليې د عامه پوهاوي پروگرام وړاندې کوونکيو ته ستاينليکونه ډالۍ شول.