• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ۷۵ سلنې مازاد مفاد د پورونو د ورکړې په اړه د دولتي تصديو تعهد

    tahut.jpg

    21 ثور 1400
    د دولتي شرکتونو (تصديو) د ۷۵ سلنې مازاد مفاد د پورونو غونډه نن د يکشنبې پر ورځ د ۱۴۰۰ لمريز د غبرگولي مياشتې پر دويمې نېټې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    د عوايدو لوی رئيس نصرالله دراني له دولتي تصديو څخه د پورونو د تر لاسه کولو په اړوند پر ټينگار وويل: د عوايدو لوی رياست د دولتي تصديو د پورونو د راټولولو په برخې کې چې له څو پرلپسې کلونو راهيسې باقي دي، جدي دی او له ټولو تصديو څخه غواړو چې خپل پورونه دې د يوه منظم عملياتي پلان له مخه د غبرگولي مياشتې پر پای پورې ورکړي او د نه ورکړې پر مهال پر هغو به د پر عايداتو باندې د مالياتو قانون او د مالياتي چارو د ادارې قانون تطبيقي احکام تطبيقېږي.
    د هراړخيزو بحثونو په پايلې کې پرېکړه وشوه چې ټول شرکتونه د غبرگولي مياشتې پر پايه د ۷۵ سنلې مازاد مفاد د ورکړې په اړوند د خپلو کړنو په اړه به دغه رياست ته ډاډ ورکوي.
    د يادونې وړ ده چې په دغې غونډې کې د عوايدو لوی رياست حمايوي مرستيال، د دولتي شرکتونو رئيس او د غيرمالياتي عوايدو رئيس هم برخه اخيستې وه.