• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ارزښت پر زياتوالي ماليې تطبيق انتخاب نه، بلکې يو ماموريت دی چې بايد تطبيق شي

    vat 12.jpg

    13 جوزا 1400
    د ارزښت پر زياتوالي ماليه د گمرکونو او عوايدو معينيت يو کاري لومړيتوب دی چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پيل کې تطبيقېږي، په همدې موخه نن د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرگولي مياشتې پر دولسمې نېټې د چارشنبې پر ورځ د ارزښت پر زياتوالي ماليې د تطبيق پر پرمختياؤ او ورپسې چارو باندې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو تالار کې رهبرۍ کمېټې غونډه وکړه.
    د گمرکونو او عوايدو معين عالم شاه ابراهيمي د ارزښت پر زياتوالي ماليې پر تطبيق باندې د ټينگار له مخه وويل: د ارزښت پر زياتوالي ماليې تطبيق انتخاب نه، بلکې يو ماموريت دی چې بايد د ۱۴۰۱ مالي کال په پيل کې تطبيق شي.
    ښاغلي ابراهيمي گروپي کار ته په اشارې کولو سره ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې په ټول جديت سره خپلې دندې ترسره کړي او د ناغېړۍ پر مهال له قانوني چلند سره مخ کېږي.
    غونډه د ارزښت پر زياتوالي ماليې په اړه د پرېزېنټېشن په وړاندې کولو او د راتلونکيو چارو په اړه په بحث سره پای ته ورسېد او پايله يې دا شوه چې په افغانستان کې په لومړي ځل به ماليه ورکوونکيو ته د ارزښت پر زياتوالي ماليې د تصديقليک ثبت او صدور پيلېږي.