د ارزښت پر زياتوالي ماليې د روزنيزو او پوهاوي پروگرامونو په لړ کې د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرگولي مياشتې پر شپاړلسمې نېټې د يکشنبې پر ورځ د کابل په نړيوال سوداگريز مرکز کې د ارزښت پر زياتوالي ماليې روزنيزو او د پوهاوي پروگرام جوړ او ترسره شو. په دغه پروگرام کې تر شپېتو زياتو کسانو په حضوري او آنلاين بڼو گډون وکړ او د هغوی پوښتنو ته د مالیې وزارت د استازیو له خوا قناعت بښونکې ځوابونه ورکړل شول.