• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د صنايعو او سوداگريزو خونو او ټولنو سره د e-Filling د تطبيق له پاره د همغږۍ غونډه

    e- filling.jpg

    3 جوزا 1400
    د برېښنايي اظهارليکونو سيسټم (e-Filling) د ښه تطبيق له پاره د روان کال د غبرگولي مياشتې پر دويمې نېټې د يکشنبې پر ورځ په منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست کې د همغږۍ غونډه جوړه او وشوه.
    په دغې غونډې کې تر هراړخيزو بحثونو وروسته پر دې هوکړه وشوه چې سوداگريزې خونې او رغاونيز شرکتونه د اړيکوالو ادارو په حيث به چارې ترسره کوي چې په خپلو ځايونو کې په اوونيز ډول د خپلو غړيو له پاره ښوونيز او روزنيز پروگرامونه جوړ کړي او د برېښنايي اظهارليکونو سيسټم اړوند موضوعات دې د ټولنيزو پاڼو له لارې د عامه پوهاوي په موخه خپاره کړي.
    همدا راز د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست به د ښې همغږۍ په موخه دوه کسان د اړيکوالو کسانو په ډول دغو ادارو ته ورپېژني چې د هرې سوداگريزې خونې او ټولنې د يوه استازي د روزلو په برخې کې همکاري ترسره کړي.
    د برېښنايي اظهارليکونو سيسټم (e-Filling) ښوونه هره ورځ په دوو کاري مهالونو کې (تر ماسپښين مخکې او وروسته) د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست کې روانه ده او سوداگريزې خونې او د رغاونيزو شرکتونو ټولنه هم دغه رياست ته د ماليه ورکوونکي د ښوونې او روزنې په موخه لېږلی شي.