د ۱۳۹۸ مالي کال د بوديجې د اجرائيوي اصولنامې د دولسمې مادې پر بنسټ د ماليه ورکوونکيو د هڅولو او ملاتړ په موخه او پر خپل وخت د اصلي مالياتو د تر لاسه کولو او مالياتي قوانينو ته د غاړې اېښودلو د کچې د زياتولو لپاره، هغو ماليه ورکوونکيو چې خپل ماليات د (۱۳۸۱- ۱۳۹۶) مالي کلونو په اوږدو کې تصفيه کړي نه وي، که خپل ماليات له (۱۵٪) اضافي مالياتو (مالياتي جريمو) سره د ۱۳۹۸ مالي کال تر پای پورې تاديه کړي، له پاتې (۸۵٪) مالياتي جريمو څخه معاف کېږي.