• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د شرکت رئيسانو او انفرادي ماليه ورکوونکيو ته خبرتيا

    د ماليې وزارت د عوايدو لويه رئيسه آغلې آمنه احمدي هغو ټولو قدرمنو د شرکت رئيسانو او انفرادي ماليه ورکوونکيو ته په خورا درنښت خبرتيا او بلنه ورکوي چې د پلازمېنې کابل او ولايتونو کې د موجودو مالياتي ادارو يا مستوفيتونو:
    • د مالياتي سيسټمونو او کړنلارو،
    • د مالياتي ادارو د کارکوونکيو د ناسم چلند،
    • د اداري فساد د مواردو،
    • د نورو هر ډول وړانديزونو،
    په اړه د دغه رياست له قدرمنې رئيسې سره نېغ په نېغه مخامخ د هرې پنجشنبې پر ورځ د سهار له اته نیمو بجو څخه نيولې د غرمې تر يوې بجې پورې د وخت له اخيستو پرته د هغې په کاري دفتر کې ليدل وکړي او خپلې هر ډول ستونزې وړاندې کړي.