د ماليه ورکوونکيو لپاره د عوايدو لوی رياست خبرتيا
د ماليې وزارت د عوايدو لويه رئيسه آغلې آمنه احمدي هغو ټولو قدرمنو د شرکت رئيسانو او انفرادي ماليه ورکوونکيو ته په خورا درنښت خبر او بلنه ورکوي چې د پلازمېنې کابل او ولايتونو کې د موجودو مالياتي ادارو يا مستوفيتونو:
۱- د مالياتي سيسټمونو او کړنلارو،
۲- د مالياتي ادارو د کارکوونکيو د ناسم چلند،
۳- د اداري فساد د مواردو،
۴- د نورو هر ډول شکايتونو او وړانديزونو،
په اړه د دغه رياست له قدرمنې رئيسې سره نېغ په نېغه مخامخ د هرې پنجشنبې پر ورځ د سهار له اتو بجو څخه نيولې د غرمې تر يوې بجې پورې د وخت له اخيستو پرته د هغې په کاري دفتر کې ليدل وکړي او خپلې هر ډول ستونزې وړاندې کړي.
په همدې ډول ښاغلي ماليه ورکوونکي د عوايدو لوی رياست د اړيکتيايي مرکز د يو زر (۱۰۰۰) اړيکشمېرې له لارې خپل مسايل شريکولی شي.