• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست خبرتيا

    د افغانستان په مالياتي ادارو کې د مالياتو د لومړنۍ تصفيې پروسه
    د عوايدو لوی رياست د رېفورمونو او د غوره او پر خپل وخت د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د کاري پروسو د ساده کولو په لړ کې د مالياتو د تصفيې پروسه په دوو مواردو کې ساده شوې ده.
    الف- مخکې د مالياتي حسابونو د تصفيې او د هغو د پړاوونو د طی کولو لپاره د عوايدو لوی رياست ۱۳ مالي حمايتي سندونو ته اړتيا لرله او اوسمهال ماليه ورکوونکي د لاندېنيو مواردو له مخه يوازې د ۵ مالي حمايتي سندونو پر وړاندې کولو مکلف دی:
    ۱- مالياتي اظهارليک او بيلانس شيټ
    ۲- د جواز کاپۍ
    ۳- د م- ۱۶ فورمې
    ۴- د انتفاعي ماليې درې مياشتنۍ (ربع‌وار) فورمې
    ۵- د موضوعي مالياتو (تنخوا، کرايې، قرارداد او نورو) فورمې
    ب- مخکې د لومړنۍ تصفيې پروسې په مالياتي ادارو کې ډېر وخت نيوه، اوسمهال د مالياتي چارو د ادارې د ۵۹ مادې پر بنسټ د مالياتو د لومړنۍ تصفيې پروسه په مالياتي ادارو کې د ۲۱ ورځو په ترڅ کې ترسره کېږي.
    نو له ټولو ماليه ورکوونکيو څخه هيله کېږي چې د ۲۱ ورځو په ترڅ کې بايد د مالياتي ادارو پر شرايطو ځانونه برابر کړي، که نه نو په مالياتي سيسټم کې به د ماليه ورکوونکي يوزر وتړل شي.
    د عوايدو لوی رياست د خصوصي سکټور د ملاتړ او د اسانتيا د رامينځته کولو لپاره ژمن دی او په عين حال کې هڅه کوي چې د ماليه ورکوونکيو لپاره چټک او پر خپل وخت خدمتونه وړاندې کړي.
    همدا راز د يادولو ده چې د عوايدو لوی رياست د برېښنايي اظهارليک د سيسټم د معرفي کولو سره خپل آنلاين خدمتونه پرانيستي دی او ماليه ورکوونکي هڅوي چې له دغه سيسټم څخه په گټې اخيستلو سره د اداري بيروکراسۍ او د اسنادو د وړاندې کولو تکليف ونه‌گالي او د هيڅ ډول فزيکي مالي اسنادو له وړاندې کولو پرته د مالياتي حسابونو د تصفيې پروسه پيل او بشپړه کړي.
    که په مالياتي ادارو کې د پورتنيو فعاليتونو د ترسره کولو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي، نو د مهربانۍ له مخه له ۱۰۰۰ اړيکشمېرې سره اړيکه ټينگه کړئ.