• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ننگرهار د ماليه ورکوونکيو او خصوصي سکټور لپاره خبرتيا

    په پام کې ده چې د عوايدو لوی رياست د ننگرهار ولايت د هغو سوداگرو او شرکتونو څښتنانو لپاره چې دوسيې يې پلازمېنې کابل ته لېږدول شوې دي، د تلې مياشتې مياشتې پر اتلسمې نېټې د پنجشنبې پر ورځ د سهار له نهو بجو د غرمې تر دولسو بجو پورې د برېښنايي اظهارليک ښوونيز پروگرام جوړوي.
    له ښاغليو سوداگرو او صنعتگرو څخه چې دوسيې يې پلازمېنې ته لېږدول شوې دي او يا هم د برېښنايي اظهارليک له زده‌کړې او گټې اخيستلو سره لېوالتيا لري، په درنښت هيله کوو چې د ننگرهار مستوفيت د کنفرانسونو سالون ته راشي.