د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر په مشرۍ د (۱۴) وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د غیر مالیاتي عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د یادو وزارتونو او ادارو د عوایدو د را ټولولو بهیر په هر اړخیز ډول و ارزول سو. او د یادو ادارو له پاره د ټاکل سوي عوایدي هدف وضعیت ته کتنه وسوه.