• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئیس د کابل د مالياتي حوزو د آمرينو سره ولیدل!

    15 سنبله 1403
    د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني د کابل ولایت د ۲۲ مالیاتو حوزو د آمرينو سره د عوايدو او ګمرکونو معينيت د غونډو په تالار کي ليدنه وکړه.
    د عوایدو لوی رئيس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، په خپلو خبرو کي وویل، مالیات د هيواد د اقتصاد د ملا تیر ګڼل کيږي، باید ټول مسؤلین عوايد په شفاف، عادلانه، پر ټاکلي وخت او د الکترونيکي سيسټمونو له لاري را ټول کړي، په خپلو کارونو کي اخلاص او له مراجعینو سره نېک چلند وکړئ او د مراجعينو ستونزي په عاجله توګه د امکان په صورت کي حل کړئ.
    په دغه ناسته کي د کوچنيو ماليه ورکوونکو رياست د روان کال د عوایدو هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي او د مالياتي حوزو پر ستونزو بحث وسوو،
    د ناستي په پای کي ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه سره شریک کړل او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.