• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ولایتي مستوفیتونو ۳۳ تنو آمرینو ته د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي جوړ سوی ښوونیز پروګرام پاي ته ورسېد!

    13 سنبله 1403
    د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د عوایدو لوی ریاست سره په همغږۍ د ولایتي مستوفیتونو (۳۳) آمرینو ته د “مسلکي کولو” تر عنوان لاندي د جوړ سوي رونزیز پروګرام د پای غونډه د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي جوړه سوه.
    په دغه غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس حافظ شاه حسین حسینی، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د ولایتی عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس مولوي عبدالمجید نجیب الله، یو شمېر مسؤلینو او د مستوفیتونو آمرینو ګډون کړی وو.
    د بشري سرچینو رئیس وویل، چي د مالیې وزارت اړوند ریاستونو د کارکوونکو د وړتیا لوړلو په برخه کي خپلي هڅي جاري ساتلي او په دې برخه کي ئې بېلابېل ګټور روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي، نو کارکوونکي هم باید پوره کوښښ وکړي؛ تر څو له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي، خپل ظرفیتونه لوړ کړي او سپارل سوي مسؤلیتونه په ښه ډول پرمخ یوسي.
    ښاغلي شاکر یادونه وکړه، چي په نږدي راتلونکي کي به د فکري او عقیدتي روزني بهیر هم پیل کړي.
    ورپسې د عوایدو لوی رئیس وویل، چي د مستوفیتونو کارکوونکي تل له ولس سره په اړیکه کي وي، نو اړینه ده، چي دوي له خلکو سره په نېک چلند، ایماندارۍ او ریښتینولۍ سره مخته ولاړ سي او د ولس او حکومت ترمنځ د باور ښه فضا رامنځته کړي.
    د ولایتی عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس هم په خپلو خبرو کي د ظرفیت لوړوني پروګرامونه مهم وبلل او له ګډونوالو ئې وغوښتل تر څو خپل مسؤلیتونه په ښه ډول مخته یوسي.
    په پاي کي د دغه روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې.
    د یادولو وړ ده، چي په دغه (۱۵) ورځني روزنیز پروګرام کي ګډونوالو ته پر عایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو د طرزالعملونو، بررسۍ او سیګټاس سیسټم په تړاو روزنه ورکول سوه.