د عوایدو حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر د چاپیریال ساتني ملی ادارې له لوی رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره د چاپییریال ساتني ملی ادارې د عوایدو د لوړولو په موخه بحث او د نظر تبادله وکړه.
په دې ناسته کي د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال د چاپیریال ساتني ادارې له همکارانو څخه د عوایدو د لوړوالی په برخه کي د همکارۍ غوښتونکي سو همدا راز د چاپيریال ساتني ملی ادارې لوی رئیس ډاډ ورکړ چي؛ د عوایدو د ښه راټولو له پاره به د چاپیریال ساتني ملی ادارې تخنیکي همکاران د عوایدو لوی ریاست له کارکوونکو سره په همغږۍ کارونه پر مخ وړي.