• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت د ۱۴۴۶ هـ ق کال څلورمه ناسته ترسره سوه!

    20 Sep .jpg

    31 سنبله 1403
    د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۴۶ هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي څلورمه ناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
    دغه ناسته، چي د عوايدو او ګمرکونو د معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د عوایدو لوی ریاست معاونینو، رئیسانو او آمرینو پکښي ګډون کړی وو.
    د عوایدو لوی رئيس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، په خپلو خبرو کي وویل، چي موږ ته ډیر دروند مسؤلیت راسپارل سوی دئ، د دې مسؤلیت د ښه ادایني له پاره باید په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره شپه او ورځ نه ستړي کیدونکي کارونه او هڅي ترسره کړو؛ ترڅو د دې مظلوم ملت خدمت مو په ښه ډول کړی وي.
    په دغه ناسته کي د عوايدو پر ځینو مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې.
    د ناستي په پای کي ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه شریک کړل او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.