د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو د ډولونو، نورمونو او په مالیاتي پروسه کي د خصوصي سکټور د ستونزو په تړاو د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو لپاره د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکادمۍ کي جوړ کړ.
دغه سیمینار د اداراتو او مالیه ورکوونکو ترمنځ د افهام او تفهیم په موخه جوړ سوی وو؛ تر څو دوی خپل مکلفیتونه درک، د شفافیت په رامنځته کولو او له عوایدي تېښتي څخه د مخنیوي په برخه کي له مالیاتي ادارو سره همکاري وکړي.
په دې سیمینار کي ګډونوالو ته د مالیاتو د ډولونو، نورمونو او پروسو په اړه معلومات وړاندي او ددوی پوښتنو ته ځواب وویل سو.