۱۴ صفر المظفر ۱۴۴۶
۴۶ مالیاتي محاسبینو ته د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي جوازونه ورکړل سوه. غونډه، چي د عوایدو اوګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي جوړه سوې وه د ۴۶ کامیابو مالیاتي محاسبینو ترڅنګ د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د عوایدو تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس او یو شمیر آمرینو ګډون درلود.
د ناستي په پیل کي د د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر وینا وکړه او په خپلو خبرو کي ئې کامیابو مالیاتي محاسبینو ته د کامیابي مبارکي وویل او خوښي ئې وښوده، چي د مالیاتي محاسبینو په زیاتیدو سره د مالیه ورکوونکو مشکلات د مالیاتو په برخه کي کمیږي، د مستوفیتونو او مالیاتي محاسبینو ترمنځ ئې پر لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، چي خپلو مسؤلیتونو ته لاښه متوجه سي او صداقت، رښتنولي او د خلګو خدمت اولویت و بولي .
په ورته وخت کي د عوایدو لوی ریاست دعوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس هم وینا وکړه او د مبارکی تر څنګ ئې زیاته کړه چي نور تاسو په خپل اړوند ولایت کي په پوره اخلاص او رښتنولۍ د خلګو خدمت ته ملا وتړئ .
په پای کي غونډه د اختتامیې دوعا په کولو سره پای ته ورسېده.