د ولايتي عوايدي کمېټې پرلپسې غونډه د باميان والي ښاغلي طاهر زهير تر رياست لاندې د ولايت د غونډو په سالون کې جوړه او ترسره شوه.
د غونډې پيل د ښاغلي زهير په پيليزې وينا سره وشو او په ټينگار سره ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وشوه چې د ماليې وزارت له لوري د عوايدو د ټاکلي هدف او د مالياتو ارزښت ته په کتو سره هر ډول هڅه او کوښښ ترسره کړي…