د باميان ولايت د عوايدي کمېټې مياشتنۍ غونډه وشوه
21 میزان 1398
د ولايتي عوايدي کمېټې پرلپسې غونډه د باميان والي ښاغلي طاهر زهير تر رياست لاندې د ولايت د غونډو په سالون کې جوړه او ترسره شوه.
د غونډې پيل د ښاغلي زهير په پيليزې وينا سره وشو او په ټينگار سره ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وشوه چې د ماليې وزارت له لوري د عوايدو د ټاکلي هدف او د مالياتو ارزښت ته په کتو سره هر ډول هڅه او کوښښ ترسره کړي.
ورپسې د تېرې غونډې پر پرېکړو تکرار وشو او د ولايت مقام له لوري د ولايت په کچه د عوايدو د راټولولو د پراختيا لپاره اړينې لارښوونې وړاندې شوې.
بيا د اجنډا له مخه د عوايدو د راټولولو د پراختيا، د چارو د طرز او د شتو ستونزو په اړه د مستوفيت گزارش وړاندې شو او ورپسې
د روښان او اېم ټي اېن د مخابراتي آنټنونو د حق الکرايې د ورکړې، د مخابراتو رياست د پوست د محصول له درکه د ناتحصيل شويو عوايدو، د ملي راډيو ټلويزيون د خبرتياؤ د خپراوي محصول، د شرکتونو د رويالټي د تحصيل له مخه د کانونو رياست گزارش، د تېرو کلونو د باقيدارانو او نورو موضوعاتو په اړه هراړخيز بحث ترسره او اړينې پرېکړې وشوې.
په پای کې د عوايدي کمېټې ټولو غړيو او ادارو ته دنده ورکړل شوه چې تر راتلونکې غونډې پورې د نيول شويو پرېکړو په اړه جدي گامونه واخيستل شي.