د اتمی مالياتي حوزې مارکېټونه او دوکانونه مهرلاک شول
23 میزان 1398
د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د مرکزي زون د عوايدو رياست د کارکوونکيو له لوري د کابل د اتمی مالياتي حوزې اړوند د کوچی سولر مارکېټ، الوبابا مارکېټ، نیازی مارکېټ او څلور جایدادونه د ماليې نه ورکولو له امله د مالياتي چارو د ادارې قانون د دوه ويشتمې (۲۲) مادې پر بنسټ مهر لاک شول.
له ټولو قدرمنو ماليه ورکوونکيو څخه هيله کېږي چې د مالياتي قوانينو له مخه د ماليې ورکولو ته غاړه کېږدي او که نه نو له ورته چارې سره به مخ شي.