• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د خوست، پنجشیر او غزنی مستوفيتونو سره د عوايدو لويې رئيسې ويډيويي اړيکه

    24 میزان 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ له لوري د مستوفيتونو د ستونزو د حلولو، د عوايدو د سمو راغونډولو، د چارو د يو ډول جوړولو او د ولايتي رېفورمونو د حل په لړ کې د ۱۳۹۸ لمريز کال د مخکېنيو پروگرامونو په تعقيب د مالي کال لپاره ويډيو کنفرانسونه ترسره شول.
    د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي او د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس محمد انيس پناه د خوست، پنجشیراو غزنی ولايتونو مستوفيانو او د عوايدو آمرينو سره د ويډيو کنفرانس له لارې په اړيکه کې شول او د باقياتو پر تراکم، د نويو ماليه ورکوونکيو پر پېژندلو او ثبت، د سېگټاس سيسټم پر تطبيق، د عوايدو اوسني تنقيص په اړه د مستوفيتونو پر جدي پاملرنې، د عوايدو پر لوړولو او عوايدي هدف ته پر رسېدلو، د آر. اېم. آی. اېس. (RMIS) پر تطبيق، د اصنافو پر درجه‌بندۍ او نورو اړوندو موضوعاتو بحث وکړ او د ذکر شويو مستوفيتونو گټور او مؤثر فعاليتونه يې هم وستايل.
    په پای کې د مستوفيتونو په همغږۍ او همکارۍ سره د عوايدو د بهير د غوره‌والي او ماليه ورکوونکيو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه اړين تصاميم ونيول شول.