د مالي کال د بدلولو د غوښتنليک خبرتيا
د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رياست د کورنيو او بهرنيو انفرادي او شراکتي سازمانونو (محدودالمسؤليت، تضامني او سهامي شرکتونو او د بهرنيو شرکتونو د نمايندگيو) ټولو ښاغليو څښتنانو او استازيو ته په درنښت سره خبر ورکوي، که په مالياتي ادارو کې دوی د مالياتي چارو د پر مخ بېولو اړتيا ويني چې مالي کال يې له لمريز (شمسي) څخه زېږديز (ميلادي يا عيسوي) ته واوړي.
نو د مالي کال د تغيير د استفادې د دلايلو او نورو اړوندو معلوماتو په وړاندې کولو سره يې غوښتنه کولی شي چې د غوښتنليک فورمه يې په نوي ډيزاين سره جوړه شوې ده او گران ماليه ورکوونکي سازمانونه له لاندېني لېنک څخه په ښکته کولو سره ترې گټه اخيستلی شي.
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی