د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست د کاري رژيم خبرتيا
سلامونه او ستاسې د ښه صحت په هیله،
د منځنیو مالیه ورکوونکيو ریاست ویاړمن دی چې د رخصتيو (قرنطين) په ورځو کې ټولو هغو ماليه ورکوونکيو ته چې له دې رياست سره ثبت او راجسټر دي، هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښين تر يوې بجې پورې ورځني خدمات وړاندې کوي.
نو له همدې امله ټولو بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې د خپلو اسنادو د اجراء او د مالياتي مکلفيتونو د اداء کولو لپاره دې رياست ته مراجعه وکړي.
دغه راز د ښو چوپړتياؤ د وړاندې کولو او د کرونا د خطرناکې ناروغۍ د مخنيوي په موخه د وخت د تنظيم لپاره د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست له (۰۲۰۲۹۲۴۶۵۶/ ۰۲۰۲۹۲۴۳۴۰) شمېرو سره اړيکې ټينگې کړئ.
درناوی
حبیب الله امین “اندړ”
د منځنیو مالیه ورکوونکو رئیس