پر زياتي ارزښت د ماليې قانون د رهبرۍ کمېټې د قانون د تطبيق په اړه غونډه وکړه
6 حوت 1398
د روان ۱۳۹۸ لمريز کال د کب مياشتې پر شپږمې نېټې د سهشبنې پر ورځ د عوايدو لويې رئيسې، د خزاينو لوی رئيس، د نړيوال بانک د استازي، د اروپايي ټولنې د استازي، د عوايدو لوی رياست اړوندو رئيسانو او د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د نورو کارکوونکيو په گډون پر زياتي ارزښت د ماليې قانون د رهبرۍ کمېټې درېيمه غونډه د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه او ترسره شوه.
په دغې غونډې کې د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د عوايدو د راټولولو، د هېواد د اقتصاد، له نړيوالو همکارانو سره د افغان دولت د تعهد په برخو کې پر زياتي ارزښت د ماليې قانون پر ارزښت او تطبيق ټينگار وکړ او له ټولو اړوندو ادارو څخه يې وغوښتل چې په ۱۴۰۰ کال کې يې د تطبيق لپاره بشپړ چمتووالی ونيسي.
په پای کې د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس نېک محمد محبي زياته کړه چې پر زياتي ارزښت د ماليې قانون د انتفاعي ماليې ځايناستی دی او د لويو ماليه ورکوونکيو د واحد رياست له لوري پر ماليه ورکوونکيو تطبيقېږي.