• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د مالياتي ادارو د بررسانو د بررسۍ د اجرااتو د نوي طرزالعمل په اړه معلومات وړاندې کړل

    25 دلو 1398
    د نوي طرزالعمل له مخه د مالياتي ادارو د بررسۍ کارکوونکي مکلف دي چې پر ټاکلي وخت د نهادونو دوسيې نهايي او پايله يې په رسمي ډول شرکتونو ته ابلاغ کړي او هغه مالياتي کارکوونکي چې د دې طرزالعمل په تطبيق کې بې پروايي او غفلت وکړي، د قانون له مخه به سزا ورکړل شي.
    آغلې آمنې احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکټور له مسؤلينو هم وغوښتل چې د دې طرزالعمل تطبيق د ماليه ورکوونکيو د وخت ضايع کولو مخه نيسي او لکه څنگه مو چې د مالياتو د لومړنۍ تصفيې مهلت وټاکه او په ټول هېواد کې د تطبيق وړ دی.
    همدا راز دغه طرزالعمل د هر خصوصي سکټور لپاره په سيسټم کې وخت ټاکلی چې د دوی د همکارۍ په صورت کې به تر ټاکلې نېټې مخکې د بررسۍ نتيجه ورکړل شي.
    د عوايدو لويې وويل چې نور به د دې طرزالعمل پر بنسټ د ماليه ورکوونکيو د بررسۍ د دوسيو پايلې په مالياتي ادارو کې نه ځنډېږي او مالياتي ادارې بايد په ټول هېواد کې پر ټاکلي مهلت د بررسۍ نتيجه تکميل او ماليه ورکوونکيو ته ابلاغ کړي.