• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د بررسۍ د اجرااتو طرزالعمل تدوين او د اجرا وړ دی

    24 دلو 1398
    ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸ لمريز – د عوايدو لوی رياست د مالياتي وجيبو د اداينې لپاره د ماليه ورکوونکيو د غاړې اېښودنې د کچې په لوړولو سره د دولت د واقعي عوايدو د راټولولو په موخه او د مالياتي قوانينو په ښه ترا تطبيقولو سره پر مالياتي سيسټم د ماليه ورکوونکيو د اعتماد د جلبولو لپاره د بررسۍ د اجرااتو طرزالعمل د قانون له مخه او په مالياتي ادارو کې د شتو وړتياؤ په پام کې نيولو سره طرح او تدوين کړی دی.
    دغه طرزالعمل د بررسۍ د څرنگوالي د لوړوالي، د مالياتي وجيبو د ترسره کولو په اړه د مالياتي قوانينو د حکمونو د زده کړې او پوهاوي، د مالياتي قوانينو د حکمونو په اړه د ماليه ورکوونکيو د اشتباهاتو د تشخيص، له شتو سرچينو څخه د مؤثرې گټې اخيستنې، د سکټور د فعاليت پر بنسټ د بررسۍ د دوسيو د بشپړولو په موخه د مشخص مهالوېش، ساده کولو، د بررسۍ په بهير کې د چټکتيا او په ټوله کې د ماليه ورکوونکيو د خوښې د راجلبولو لپاره رامينځته شوی دی.
    د دغه طرزالعمل پر بنسټ مالياتي ادارې د احتمالي خطرونو د ميزان په پام کې نيولو سره نهادونه د بررسۍ لپاره ټاکي چې د هر نهاد د بررسۍ بهير د هغو خطرونو د تحليل وضعيت ته په کتلو سره چې لري، تنظيمېږي او يقين حاصلېږي چې د بررسۍ په پايلې کې په سندونو کې شته ستونزې لېرې او هغه ماليې چې د بېلابېلو لاملونه له مخه ورکړل شوې نه دي، تعيين او تحصيل شي.
    دغه طرزالعمل نن د پنجشنبې پر ورځ د گمرکونو او مالياتو آکاډمۍ په تالار کې د يوه روزنيز پروگرام په ترڅ کې د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي او د عوايدو لوی رياست د نورو رئيسانو له لوري مستوفيانو، د ولايتونو د عوايدو آمرينو، د بررسۍ آمرينو، د بررسۍ کارکوونکيو او نورو گډونوالو ته په هراړخيز ډول تشرېح او تر دې وروسته د اجرا وړ دی.