په پنجشېر کې د مالياتو د پوهاوي پروگرام جوړ او ترسره شو
15 عقرب 1398
د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د عامه پوهاوي د پروگرامونو په لړ کې په پنجشېر ولایت کې یوورځنی پروگرام ترسره شو.
دغه پروگرام د پنجشېر ولایت والي انجينر کمال الدین نظامي او د پنجشېر مستوفي محمد نسیم ستانکزي پر خبرو پیل، د ماليې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنگ یې له مالیه ورکوونکیو وغوښتل چې خپله مالیه پر ټاکلي وخت ورکړي او ملي وجیبه ترسره کړي.
د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو اورېدلو رئيس نېکمت الله خوستوال شکایتونو ته د رسیدلو او عتراضونو د ثبت په اړه او ویس الدین احمد مالیه ورکوونکیو ته د عامه پوهاوي مفصل معلومات وړاندې کړل.
د يادولو ده چې د پروگرام په ترڅ کې ځينو مؤديانو ته هم وخت ورکړل شو چې خپل نظرونه، پوښتنې او وړانديزونه څرگند کړي.
د پروگرام په پای کې ټولو گډونوالو ته د هغوی د مالياتي پوهاوي د زياتوالي په موخه مالياتي قوانين (پر عايداتو باندې د مالياتو قانون او د مالياتي چارو د ادارې قانون) يو يو ټوک ډالۍ شول.