• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د کاري وختونو خبرتيا

    [ له ۸:۳۰ تر ۴:۳۰ بجو پورې ]
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د مالياتي چارو د ښه سمون او د ژمنيو ورځو د لنډوالي په موخه په پام کې نيولې ده چې د روان ۱۳۹۸ مالي کال تر پايه د پنجشنبې ورځې په گډون د سهار له اته نيمو بجو د مازيگر تر څلور نيمو بجو پورې د پلازمېنې کابل او ولايتونو په مالياتي ادارو کې رسمي چارې پر مخ يوسي.
    له همدې امله ټولو ښاغليو ماليه ورکوونکيو ته په خورا درنښت خبر ورکول کېږي چې له دې فرصت څخه گټه واخلي او خپل مالياتي مکلفيتونه په ښه ډول ترسره کړي.