• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    عبدالولي نوري

    عبدالولي نوري د محمد يعقوب زوی پر ۱۳۵۸ لمريز کال د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ په شنگريان کلي کې نړۍ ته سترگې غړولې دي. لومړنۍ زده‌کړې يې تر نهم ټولگي پورې د نوي شيخ علي لېسې کې او منځنۍ زده‌کړې يې په کابل کې د غلام حيدر خان عالي لېسې کې پای ته رسولې دي او پر ۱۳۷۸ لمريز کال د کانکور ازموينې تر ورکولو وروسته د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې شامل شوی دی. نوموړي د تحصيل تر بريالي پای وروسته پر ۱۳۸۳ لمريز کال د آزادې سيالۍ پر بنسټ د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند په لويو ماليه ورکوونکيو رياست کې وگومارل شو.
    ښاغلي نوري د ماليې وزارت کې د کار له پيله د آزادې سيالۍ له لارې په بېلابېلو بستونو لکه د لويو ماليه ورکوونکيو رياست د قانون د مجرا د لوی مديريت، د لويو ماليه ورکوونکيو رياست د قانون د مجرا عاليرتبه کارکوونکي، د عوايدو د پاليسۍ او حقوقي خدمتونو رياست د مالياتي معافيتونو او طرزالعملونو د آمر، شکايتونو ته د رسېدلو آمر، د عوايدو لوی رياست د شکايتونو ته رسېدلو رئيس او د عوايدو د مسلکي کمېټې د غړي دندې ترسره کړې دي. همدا راز د يوه کال لپاره د لا زياتې تجربې د تر لاسه کولو په موخه په (KPMG) بين المللي مشورتي شرکت کې يې د مالياتي مدير دنده هم ترسره کړې ده. د ۱۳۹۴ لمريز کال د تلې مياشتې له اته ويشتمې نېټې څخه تر دا مهاله د عوايدو د پاليسۍ او د حقوقي خدمتونو رئيس او د عوايدو د مسلکي کمېټې رئيس دندې ترسره کوي.
    عبدالولي “نوري” د اصلي دندې د ترسره کولو تر څنگ له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۶ پورې د پر عايداتو باندې د مالياتو قانون او نورو مالياتي موضوعاتو د تدريس لارښود او استاد هم پاتې شوی دی. همدا راز د ۱۳۸۶ او ۱۳۸۷ لمريزو کلونو پر مهال د عدليې وزارت او پارلمان کې د “پر عايداتو باندې د مالياتو قانون” د تدقيق، د پړاوونو وهلو او دفاع په برخو کې يې کارنده رول درلود او د مالياتو د چارو د ادارې قانون، د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون، د زمکې د ماليې قانون او د باقياتو د تحصيل قانون د تدوين، تدقيق، پړاوونو وهلو او دفاع پورې د ماليې وزارت، د عدليې وزارت، د قوانينو کمېټې او ملي شورا کې هم کليدي رول ترسره کړی دی.
    نوري د دندې د ترسره کولو پر مهال په شاوخوا څوارلسو روزنيزو پروگرامونو کې چې په دې کې بهرني هېوادونه لکه لبنان، سوېلي کوريا، ماليزيا، ايران، عربي متحده امارات، مراکش او جاپان شامل دی، گډون کړی دی. همدا راز د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران، پاکستان او ترکيې هېوادونو تر مينځ د دوه چندې ماليې د ورکړې د مخنيوي د هوکړه‌ليک په مذاکرې کې د يوه غړي په ډول او د مذاکرې په دويم پړاو کې له ترکيې سره د افغانستان د مذاکره کوونکي ټيم د رئيس په ډول فعال رول ترسره کړی دی.
    عبدالولي “نوري” د خپلو خدمتونو په لړ کې د جمهوري رياست مقام، د ماليې وزارت، د عوايدو لوی رياست، نړيوالو سازمانونو، د صنايعو او سوداگرۍ خونې او د کسبگرو ټولنې له لوري د تقديرليکونو پر تر لاسه کولو هم بريالی شوی دی.