• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پېنځمې مالياتي حوزې ځينې مارکېټونه او دوکانونه مهر لاک شول

    7274730.jpg

    17 میزان 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د مرکزي زون د عوايدو (د کوچنيو ماليه ورکوونکيو) رياست د کارکوونکيو له لوري نن ورځ د پېنځمې مالياتي حوزې او شاوخوا سيمو هغه مارکېټونه او دوکانونه مهر لاک شول چې د ماليې له ورکولو څخه يې ډډه کوله.
    په دغو مهر لاک شويو مارکېټونو کې چهاردهي بزنس سنټر، پغمان سرای، تمدن د موبايل پلورلو مارکېټ، لبيک سوداگريز مارکېټ، باختريان مارکېټ او نور مارکېټونه چې شاوخوا پېنځه سوه (۵۰۰) دوکانونه کېږي، يوازې د چهاردهي بزنس سنټر او ځينې نور مارکېټونه له دې امله پرانيستي پرېښودل شول چې روانې اوونۍ تر دوشنبې ورځې پورې به خپل مالياتي مکلفيتونه تاديه کوي.
    د يادونې وړ ده چې د مهر لاک چاره د مالياتي چارو د ادارې قانون د دوه ويشتمې مادې پر بنسټ ترسره شوه او له ټولو قدرمنو ماليه ورکوونکيو څخه هيله کېږي چې د مالياتي قوانينو له مخه د ماليې ورکولو ته غاړه کېږدي او که نه نو له ورته چارې سره به مخ شي.