• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په لوگر کې مالياتي عامه پوهاوی

    565007360_n.jpg

    28 سنبله 1398
    د روان ۱۳۹۸ لمريز کال د وږي مياشتې پر ۲۶، ۲۷ او ۲۸ نېټو د عامه پوهاوي د مالياتي عامه پوهاوي يو ورځني سيمينارونه په لوگر ولايت کې ترسره شو.
    دغه سيمينارونه د عوايدو لوی رياست اړوند د ولايتي عوايدو د انسجام او پراختيا رياست د اجرائيوي آمر قدير “مومند” له لوري پر مخ وړل کېده چې په کې تر دوه سوه او پنځوسو زياتو کاروباريانو او سوداگرو ته د مالياتي قوانينو (پر عايداتو د مالياتو قانون او د مالياتو د چارو د ادارې قانون) او مالياتي فورمو په اړه پوهاوی ورکړل شو او د دې سيمينار موخه هم دا وه چې د ماليه ورکوونکيو پوهه د ذکر شويو مالياتي موادو په اړه لوړه شي.
    د سيمينار په پای کې د گډونوالو پوښتنو ته د روزونکي له لوري قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.
    په پام کې ده چې ورته سيمينارونه د پلازمېنې کابل په گډون په ځينو نورو ولايتونو هم ترسره شي.