• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د خوست مستوفيت کې د سېگټاس سيسټم دويم گروپ تطبيق شو

    70846875_1867810656698711_575621077607120896_n.jpg

    28 سنبله 1398
    د خوست مستوفيت کې د دولت د مالياتو د تنظيم جامع او معياري سيسټم (سېگټاس) دويم گروپ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تطبيق او د کار پیل يې وشو.
    د یاد سیسټم د دویم گروپ د تطبیق چارې د ۱۳۹۸ لمريز کال د وږي مياشتې پر دويمې نېټې پيل او پر اته‌ويشتمې نېټې پای ته ورسېدې چې د دغه سيسټم په پرانستغونډې کې د خوست ولايت مستوفي بريالي شينواري، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون ولايتي رئيس عبدالرزاق همت او نورو دولتي منسوبينو گډون کړی ؤ.
    د خوست ولايت مستوفي بريالي شينواري د پرانستې پر مهال په خپلې وينا کې وويل: “د دغه سيسټم په تطبيق سره به په ټولو ادارو کې په يوه ډول مالياتي قوانين تطبيق او په عين وخت کې به ورسره شفافيت هم رامينځته شي.”
    په همدې حال کې نقيب الله مومند او محمد نادر فاضلي چې د سيسټم د دويم گروپ د تطبيق لپاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري تللي وو، په خپلو ويناؤ کې د سيسټم د تطبيق اهداف او گټې بيان کړې او تر څنگ يې د خوست مستوفي څخه مننه وکړه چې د سيسټم په تطبيق کې يې هراړخيزه همکاري او حمايت کړی دی.
    په پای کې د خوست ولايت مستوفي او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون ولايتي رئيس نوموړي ټیم ته د مننې په پار ستاينليکونه ډالۍ کړل او د پټۍ په پرې کولو سره د سېگټاس سيسټم دويم گروپ په رسمي ډول پرانستل شو.
    د يادونې وړ ده چې په همدې ترڅ کې د خوست مستوفيت کې د دوسيو ساتلو (فايلېنگ) څانگه هم جوړه شوه چې د لسو کلونو د اسنادو او دوسيو د ساتلو ظرفيت لري او په اسان ډول او چټکۍ سره د نوموړي سيسټم له لارې د دوسيې موقعيت پيدا کېدلی شي چې په سملاسي ډول ترې گټه اخيستل پيل شو.