• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست له لوري د هیواد د ولایتونو د مستوفیتونو د عرضه خدماتو او عوایدو د برخو کارکوونکو ته آنلاین سمینار وړاندي سو!

    21 سنبله 1403
    ۲۰ سنبله ۱۴۰۳
    په دې سمینار کي د صحي سکټور، هوټلونو، رسټوورانټونو د عوایدو د ټاکلو، ساحوي ګروپونو او د مالیاتي ادارو مکلفیتونو، مسؤلیتونو، او د یادو مرکزونو څخه د لیدنو اصول او قوانین روښانه سول. همدارنګه، د صرافانو د اظهارلیک په اړه تفصيلي معلومات وړاندې سول.
    د سمینار په ترڅ کي د ټولو مالیاتي ادارو څخه غوښتنه وسوه، چي د ماليه ورکوونکو سره ښه او مسلکي چلند وکړي ځکه، چي ماليه ورکوونکي د مشتریانو حیثیت لري. د عوایدو لوی ریاست د هیوادوالو سره د شفقت او مهربانۍ پر اساس اجراآت ترسره کوي او له ټولو مالیاتي ادارو څخه تمه کېږي، چي د نبوي اخلاقو او مالیاتي اصولو په رڼا کي له مالیه ورکوونکو سره چلند وکړي.
    غونډه د مستوفیتونو د مسؤلینو د نظریاتو، پوښتنو په وړاندي کولو او د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسېده.