• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مولوي عبدالمجید «نجیب الله» د عوایدو لوی ریاست د ولایتي عوایدو پراختیا او همغږۍ ریاست ته د نوي رئیس په توګه معرفي سو

    7 حمل 1403
    د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي حافظ مولوي شاه حسین حسیني له خوا ښاغلی مولوي عبدالمجید «نجیب الله» ، د عوایدو لوی ریاست د ولایتي عوایدو پراختیا او همږغۍ ریاست د نوي رئیس په توګه معرفي سو.
    په دغه معرفت غونډه کي د عوايدو لوی رياست رئيس حافظ شاه حسين حسيني تر څنګ د همدې ریاست تخنیکي مرستیال محترم عبدالولي نوري، د عوایدو د بررسۍ رئیس محترم انجنیر خان محمد ذاکر، د غیر مالیاتي عوایدو رئیس محترم امان الله امین، د عوایدو د سیسټم رئیس ښاغلي محمد جلال احمدزي، د مرکزي زون عوایدو رئیس ښاغلي مولوي اسدالله ساجد خبیب او د ولایتي عوایدو پراختیا او همږغۍ ریاست کارکونکو حضور درلود،
    د عوایدو لوی ریاست رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني چي دغه معرفت ناستي ته يې وینا کوله وویل تغیر او تبدیل په اداره کي یو اصل دی او دا په دې معنا نه ده چي هغه مخکني کس يې وړتیا نه درلوده بلکي دا په دې معنا ده چي تجروبو څخه استفاده وسي .