۰۷/۰۱/۱۴۰۳
د مالیې وزارت رهبرۍ د لزوم دید پر اساس ښاغلی مفتي عبدالغفار سلیم د عوایدو لوی ریاست اړوند د تحقیق، پلان او نظارت ریاست له پاره د نوي رئیس په توګه معرفي سو.
په دغه معرفت غونډه کي د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي احمدشاه شاکر، د عوایدو لوی رئیس ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري او د عوایدو لوی ریاست اړوند ځينو نورو کارکوونکو ګډون درلود.
په دغه ناسته کي د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي احمدشاه شاکر او د عوایدو لوی رئیس ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني خبري وکړې او په خپلو خبرو کې یې د عوایدو لوی ریاست اړوند د تحقیق، پلان او نظارت ریاست نوي رئیس ته په چارو کې بریا وغوښته او نوموړي ته ئې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي ښاغلي مولوي عبدالغفار سلیم د مالیې وزارت د حقوقي بورډ د رئیس په توګه دنده پرمخ وړله.