د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین د فراه ولایت د مستوفیت څخه لیدنه وکړه
7 حمل 1403
د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) فراه ولایت ته په خپل رسمي سفر کي د دغه ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه .
په دغه لیدنه کي چي دیاد مستوفیت ښاغلي مستوفي او کارکوونکو يې حضور درلود د عوایدو او ګمرکونو ښاغلي معین د دوی د کارونو او زحمتونو دستایني ترڅنګ دوی ته یو لړ لازمي سپارښتني هم وکړې.
د یادونې وړ ده چي له دي وړاندې هم ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) له نورو مستوفیتونو څخه ليدني کړي وې.