• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست ۱۴۴۵ کال د رهبري هیئت لسمه ناسته تر سره سوه

    6 حمل 1403
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۴۵ کال د رهبري هیئت لسمه ناسته د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
    په دغه ناسته کي؛ چي د عوايدو او ګمرکونو معینیت په تالار کي وه د عوایدو لوی ریاست د ټولو رئیسانو او آمرینو په حضور کي د ۱۴۰۲ مالي کال د عوایدو هدف ته د رسیدو د څرنګوالي، د مراجعینو د وخت ضائع کېدو د مخنيوي په موخه د سیسټم له لارې د اظهارنامو د وېش، صرافانو ته د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبرونو د وېش او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو، په اړه بحث وسو.
    د عوایدو لوی ریاست رئيس ښاغلي حافظ مولوي شاه حسین حسیني چي دغه ناستي ته يې وینا کوله وویل د مراجعینو کارونه باید د سلسه مراتبو په نظر کي نیولو سره ترسره سي تر څو د مراجعینو کارونه ونه ځنډېږي، همدارنګه يې ټولو ریاستونه ته سپارښتنه وکړه چي همېشه له مراجعينو سره نېک چلند او ښه رويه وکړي.